د امریکا نوي تګلاري پر وړاندې د امریکا متحدو هیوادونو غبرګون وښود

comments 0

0 Views

هندوکش : د امریکا نوي اعلان شوي تګلارې وروسته د نړۍ ځینو هیوادونو مشرانو غبرګون وښود.
د ناټو عمومي منشي ښاغلی ینس سټولنبرګ، د متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ هرکلى وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې : دغه تګلاره افغانستان کې شته واقعیتونو او شرایطو له مخې رامنځته شوې ده.
د ناټو عمومي مشر وویل: ناتو افغانانو ترڅنګ همکاري لپاره ژمن دې او د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر سره یوځاې په پام کې لرو چې د تګلارې د پلي کیدو لپاره سلا مشورې ترسره کړو.
بریتانیا هم د امریکا له نوي تګلارې هرکلې وکړ او وویل چې طالبانو پر وړاندې پوځي اقداماتو لپاره یوه ښه تګلاره ده.
ویل کیږي چې دونالد تړمپ په نوي استراتیژي کې پاکستان ته خبردارې ورکړې او ویلي دي چې نور پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه امریکا لپاره د زغملو وړ نه دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *