واشنګټن ۳۵۰۰ اضافي سرتېري افغانستان ته لیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکاي جنرالانو نوم نه ښودو په شرط رویتړز خبري آژانس ته ویلي چې پام کې ده ۳۵۰۰ نور سرتیري افغانستان ته ولیږل شي.
تیره ورځ د امریکا لور پوړو چارواکو د امریکا استازو جرګې او سنا مجلس ته د ولسمشر دونالد تړمپ نوي تګلارې په اړه معلومات ورکړل.
کومه غونډه چې تیره ورځ ترسره شوې وه په اړه یې ځکه رسنیو ته معلومات ورکړل شوي نه دي چېد ورتلو اجازه نه ‎وه ورکړل شوې.
افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن له رسنیو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې نور پوځیان به د ظرفیت جوړولو لپاره افغانستان ته راشي.
نوموړي دا هم ویلي چې امریکا ماته نه‌خوري او طالبان باید د سولې لاره غوره کړي.
یاده دې وي چې افغانستان ته د اضافي سرتیرو استولو پړیکره ولسمشر دونالد تړمپ تردې وړاندي جیمز مټیس د امریکا دفاع وزیر ته ورکړې وه.
فکور نعیمي – امریکا

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *