واشنګټن ایکزمایز: پاکستان د ترهګرو ستر ملاتړې هیواد دې

comments 0

104 Views

هندوکش – امریکا: د امریکی معتبری خبري سرچینې په یوې لیکنې کې راغلي چې، پاکستان باید اړ ایستل شي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.
د واشنګټن ایکزماینر تر نوم لاندې دغې باوري سرچینې ویلي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ستره کمزوري دا ده چې ایران د لبنان له حزب الله په ملاتړ تورنوي او بندیزونه ورباندې وضع کوي، خو لا پاکستان دې ته نه اړباسي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.
دغه نشریه په یوه اوږده مقاله کې لیکي پاکستان ځان د ترهګرو قرباني بولي خو په اصل کې د ترهګرو ستر ملاتړی دی. د سرچینې په حواله پاکستان یوازې د هغو وسله والو پر ضد جګړه کړې چې د ازادۍ په لټه کې دي او د پاکستاني حکومت پر وړاندې اقدامات کوي.
په مطلب کې وړاندې راځي د پاکستان حکومت او استخبارات د طالبانو په اړه هر اړخیز معلومات لري، ددوی مشران، مرکزونه او پټنځایونه ورته معلوم دي او لا یې هم ملاتړ کوي.
واشنګټن ایکزماینر لیکي د یوه هېواد له ملاتړ پرته ترهګرې ډلې ان څو میاشتې هم دوام نه شي کولی. سرچینې پر امریکا غږ کړی چې په پوره قوت پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو له ملاتړه را وګرځوي.
د مطلب په پای کې راځي دا بیخي سمه خبره ده چې د افغانستان د سولې لار تر کندوز او کندهار ډېره له اسلام اباد، کوټې او میرانشا تېرېږي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments