واشنګټن او اسلام اباد، په کابل غږیدلي

comments 0

39 Views

هندوکش – امریکا: د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس، د امریکا مرستیال ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر واشنګټن کې د افغانستان د جګړې په تړاو خبرې کړي.
په دغه لېدنه کې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ته ویلي چې با ثباته افغانستان په مستقیم ډول پر پاکستان اغېز لري او هیله لري چې افغانستان کې سوله وشي.
د امریکا مرستیال ولسمشر له پاکستان غوښتي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې پاکستان رښتنې همکاري وکړي.
د دغې لېدنې په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments