هېواد کې د کرونا ۲۰ تازه پېښې ثبت شوې

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: د عامې روغتيا وزارت په خپل ورځني راپور کې اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له ۲۳۱ شکمنو پېښو ۲۰ يې مثبتې پېژندل شوې دي.
د راپور له مخې يادې تازه پېښې په هرات، کندهار، کندوز، غور، لغمان، کونړ او فراه ولايتونو کې ثبت شوې دي چې له دې سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۳۲۴ ته ورسېد.
ياد وزارت همداراز ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له کبله د مړينې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کورونا له کبله تر اوسه پورې ۱۴۰۹ کسان مړه شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments