هیواد کې وروستیو جګړو خلک بیځایه کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په هېواد کې د ننه د جګړو له امله تر دې دمه تر یو لک ډېر کسان بېځایه شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هوا په ګرمېدو سره جګړې شدیدې شوې دي چې له امله یې زرګونه کسانو خپلې مېنې پرې اېښې دي.
د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په هېواد کې د ننه تر سل زره ډېر کسان بې ځایه شوي دي. تر ډېره دغه کسان په ننګرهار، کونړ، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
وروستۍ څېړنې ښيي چې دغه کسان بېرته خپلو مېنو ته زر نه شي ستنېدلی ځکه په سیمو کې یې جګړې روانې دي او ډېری یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ویل کیږي د یادو بیځایه شویو د بی ځای کیدا یوازیني عامل طالبانو او داعشیان دي چې د یادو ډلو ترمڼخ جګړو خلک بیځایه کړي دي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments