هوایي پوځ ته نورې چورلکې ورکول شوې

comments 0

222 Views

هندوکش – هلمند: راپورونه وایي، د میوند ۲۱۵ قول اردو په بلک هاک چورلکو مجهزه شوه.
د هلمند د والي ویاند عمر خواک رسنیو ته ویلي، تېره پنج شنبه ناټو درې بلک هاک چورلکې د ملي اردو ۲۱۵ قولي اردو ته تسلیم کړې.
ویل کېږي ناټو دغه چورلکې د هلمند د والي د وړاندیز پر اساس ورکړي او دغه راز یې د ترانسپورتي چورلکو غوښتنه هم کړې، چې تمه ده ومنل شي.
په افغانستان کې د ناټو قوماندان جان نیکلسن ویلي و، چې د بلک هاک چورلکو په واسطه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مجهز کېدل د طالبانو لپاره د ماتې پیل دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments