هوایي دهلیزونو له لارې سوداګري پراخه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: بلخ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په حضور کې د بلخي سوداګرو کاري ګروپ جوړ شو، چې موخه يې د تجارانو تر منځ همغږۍ رامنځته کېدو ته کار کول دي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير اجمل احمدي يادې ناستې ته په وينا کې وويل، چې سږ کال به د افغانستان د صادراتو کچه يو مليارد ډالرو ته ورسږي.
نورو هيوادونو ته د هوايي دهلېزونو او رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد د صادراتو کچې زياتوالي کې اغېزمن تمام شوي دي.
په ورته مهال بيا د بلخ ولايت يو شمېر متشبثينې په يوه غونډه کې راټولې شوي او له حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه کوي. دوی وايي، چې د کاري ظرفيت لوړول او توکو ته بازار موندلو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې د اقتصادي او تجارتی ودې په موخه د زونونو په کچه د سوداګرو تر منځ مشترک کاري ګروپونه جوړوي، چې موخه به يې د دولتي او خصوصي سکتور تر منځ همغږي رامنځته کول وي.
امیر حسن سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments