هوایي برید کې د شلو ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسؤل مولوي کامران وژل شوی

comments 0

51 Views

هندوکش – فراه: د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې د شلو ولایتونو لپاره نومول شوی نظامي مسؤل مولوي کامران وژل شوی دی.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب رسنیو ته وویل، چې دا مهم طالب قومندان تېره شپه د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په نل دشت سیمه کې وژل شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، برید د مولوي کامران پر موټر شوی دی چې مولوي صمد، ملا داوود او مولوي اخونزاده په نوم د طالبانو څو نور مهم کسان هم په کې وژل شوي دي.
د طالبانو د شلو ولایتونو مسؤل او ورسره نور قومندانان په داسې حال کې وژل کیږي چې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر دوه ورځې مخکې ویلي، ډونالډ ټرمپ ورته امر کړی دی چې پر طالبانو هوایي او ځمکني عملیاتو ته شدت ورکړي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments