هوایي بریدونو کې داعش ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش: د ملي دفاع وزارت وایې چې په بیلا بیلو هوایي بریدونو کې د دولت مخالفې ډلې ۱۹ تنه وژل شوي دي.
دفاع وزارت نه په یوه خبر کې راغلي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې 2 تنه داعشیان وژل شوي او د هغوې 1 روزنیزمرکز له منځه وړل شوی دی.
د یاد وزارت خبر له مخی هوایې بریدونو کې د کاپیسا په تګاب ولسوالی کې ۸ ، د هرات په شینډنډ ولسوالی کې،۵ او د کندز دشت ارچي ولسوالۍ۴ تنه وسله وال وژل شوي.
د ملي دفاع وزارت په وینا، په وژل شویو کې د وسله والو مخالفینو یوه ځایي مشر د شیر اغا په نوم هم وژل شوی دی
دا ډلمشر ددولت ضد بریدونه په بيلابیلو سیموکې کول .
د دولت مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *