هوايي برید کې ۱۷ وسله وال وژل شوي

comments 0

4 Views

هندوکش _ هلمند: د۲۱۵ میوند قول اردو ځمکني او د هوايي ځواکونو په مرسته هلمند نادعلي ولسوالۍ اړوند سیداباد سیمه کې ۱۷ تنه وسله وال وژل شوي دي. نوموړي هوايي برید د شپې هغه مهال تر سره شوی دی،چې وسله والو غوښتل نادعلي ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته ډله ییز برید وکړي.خو د امنیتي ځواکونو او استخبارتي ځواکونو تر څارنې لاندې وو،وسله وال غواړي چې سیداباد کې ملي پولیسو پر پوسته برید وکړي، خو موخې ته تر رسیدو مخکې د ځمکني او هوايي ځواکونو تر برید لاندې راغلل او له منځه یوړل شول. دوه ميله دوربین داره وسلې،یو عراده موټر، دوه د راکېټ مرمۍ، یوه پرتله، هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. په هوايي برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندي اوښتی.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments