هوايي برید له امله په لیبیا کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – لیبیا: د ځایي رسنیو په وینا، د جنرال خلیفه حفتر په مشرۍ ځواکونو د یاد هېواد په غربي سیمه کې د واده پر مراسمو هوایي برید کړی دی چې له امله یې ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
راپورونه وایي، د حفتر وسله والو د مرزق په نامه ښار کې د واده پر مراسمو څلور ځله هوایي بریدونه کړي دي.
تر دې وړاندې هم رسنیو راپورونه ورکړي وو چې د حفتر وسله والو په پلازمېنه طرابلس کې هم د کډوالو یو کمپ په نښه کړی او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د حفتر تر مشرۍ لاندې وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. لیبیا په ۲۰۱۱ کال کې د معمر قذافي تر وژل کېدو وروسته په دوو موازي دولتونو ویشل شوې ده
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments