هوايي برید د طالبانو ۳۰ کسیزه ډله له منځه وړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کمانډو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وایي د کندز په جګړه کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هوایي برید کړی چې د چاردرې ولسوالۍ اړونده یوه سیمه کې یې ۳۰ طالبان په یو برید کې له منځه وړي.
د کمانډو ځواکونو ویاند جاوید سلیم رسنیو ته ویلي چې برید تېره ورځ ناوخته هغه مهال پرطالبانو شوی چې د عملیاتو په پلان بوخت و او یو ځای راټول شوي و.
د کندز د جګړې لپآره له بغلان څخه هم کمانډوځواکونه ورسیدلي او د طالبانو پرضد یې عملیات پيل کړي.
د سیمې خلکو تایید کړې چې په هوایي برید کې د عیسی خیلو او ازبک بازار سیمه کې طالبان په نښه کړي او ټول یې وژلي دي.
د جاوید سلیم په خبره، له برید وروسته ځینو سیمو کې طالبانو اوازې خپرې کړي چې ګنې برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
سلیم وایي، طالبان له دې اوازو د تبلیغاتو لپاره کار اخلي چې افغان کمانډو ځواکونه نوم بدي کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *