هند یو توغوندی په بریالی توګه و ازمایه

comments 0

50 Views

هندوکش ــ هندوستان: هند پرون ناوخته (پریتوي ۲) هستوي توغوندی چې له ځان سره هستوي سرګولوله هم لېږدولی شي له چاندیپور سټېشن څخه په بریالۍ توګه توغولی دی.
د هند دفاع وزارت ویاند ویلي، چې دغه توغوندي په بریالیتوب خپل هدف وییشتی دی. هند په تېر ۲۰۱۸ مېلادي کال کې هم یو (پریتوي ۲) توغوندی په بریالۍ توګه ازمویلی و. د هند دغه نوی توغوندی ۴۸۳ ثانیې او د ځمکې له سطحې څخه ۴۳،۲ کیلو متره لوړ پرواز کولای شي.
هند داسې مهال هستوي توغندی ازمايي چی تیره ورځ پاکستان هم د یو توغوندي د ازمایښت خبرخپورکړی وه.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments