هند یوځل بیا پر پاکستان د ترهګري تور پورې کړ

comments 0

287 Views

هندوکش – هندوستان: هندي معبره ویب پاڼه انې نیوز لیکي چې د هند لومړي وزير نريندرا مودي ويلي دي، چې د پاکستان روزل شوي ترهګر د پاکستان ګاونډي هېوادونو او هند ته اوړي او هلته بيا ورانکاري فعاليتونه کوي، چې داسې يو حالت هند ته بېخي د منلو نه دى او په دغسې حالت کې بيا د هند او پاکستان ترمنځ مذاکرات کېدل ناممکنه خبره ده.
یاده خبري رسانه د نرندرا مودي له خولې لیکي چې، پاکستان لا هم د ترهګرو ملاتړ کوي او د ترهګرو ډلو د ملاتړ له امله په ټوله سيمه او نړۍ کې منزوي شوى دى. هغه همدا راز زياته کړه، چې پاکستان به هېڅ کله ونه شي کولاى چې د ترهګرو د ملاتړ په پالېسۍ پرمختګ وکړي او په سيمه کې خپلې موخې ترلاسه کړي.
د هند لومړي وزیر خپلو خبرو کې ویلي، چې موږ غواړو په سيمه کې له ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو، خو که چېرته پاکستان غواړي چې له هند سره يې اړيکې ښې شي، نو لومړى په له ترهګر لاس اخلي او د ترهګرو ملاتړ او روزنه به پرېږدي.
هغه همداراز زیاته کړې، چې د پاکستان روزل شوي ترهګر د پاکستان له خاورې څخه ګاونډي هېوادونو او هند ته اوړي او هلته بيا خپل ورانکاري ترهګريز فعاليتونه ترسره کوي، چې دا په هېڅ حالت هند ته د منلو نه دى او په دغسې حالاتو کې بيا د هند او پاکستان ترمنځ مذاکرات ناممکنه دي.
دا په داسې حال کې ده چې هند په کراټو پر پاکستان تور پورې کړې چې پاکستان سیمه ییزو هیوادونو ته یو ستر ګواښ دې او پر وړاندېې باید مبارزه وکړل شي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments