هند کې ښځې له فحاشۍ ژغورل شوي

comments 0

81 Views

هندوکش – هندوستان: هند کې هغه ۲۴ نجونې وژغورل شوې چې په زور جنسي کاروبار ته اړویستل کیدلې.
د هند پولیسو په اتراپردیش ایالت کې په یوه غیر قانوني امن خونې چاپه اچولې چې له نجونې یې ناوړه استفاده کوله.
پولیس وايي دوی هغه مهال له دغې پټې امن خونې خبر شول چې یوه نجلۍ ترې تښتیدلې وه او دوی ته یې د ادرس په اړه مالومات ورکړي وو.
هندي چارواکي وايي دغې امن خونې ته یې په ۲۰۱۷ کال لایسنس ورکړی و خو هغوی ترې غیر قانوني ګټه پورته کوله.
هند کې له تیرو څو کلونو راهیسې د جنسي تیري پیښې زیاتې شوي چې د ولس ګڼ غبرګونونه یې را پارولي دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments