هند کې ټرافیکې پېښې مرګ کړی

comments 0

3502 Views

هندوکش – هندوستان: هند کې د بس ټکر له امله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
په دغه ټکر کې چې د لویدیځ بنګال په هوګلي سیمه کې شوی ۶ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان دي.
چارواکي وايي بس کلکتې ښار ته د سفر په حال کې و چې په یوه دره کې یې کنټرول له لاسه ورکړ او ټکر یې وکړ.
د ژغورنې چارواکي سیمې ته رسیدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لیږدولي دي.
د دغه ټکر اصلي لامل تر اوسه څرګند نه دی خو عیني شاهدان وايي چې بس چلوونکي د موټر کنټرول له لاسه ورکړی و.
هند کې دا ډول پیښې په دې وروستیو کې زیاتې شوي چې له امله یې هر کال سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments