هند کې د افغان محصولاتو نندارتون پرانیستل شوی

comments 0

1 Views

هندوکش – هندوستان: په ممبي کې دافغانستان کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو.
دغه نندارتون د امریکا پراختیایي ادارې په مرسته افغان دولت له لورې جوړ شوی دی.
په ۵۷ غرفو کې دافغانستان کرنیز محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي چې ګڼو سوداګرو یي د لېدو لپاره نوم لیکنه کړې ده .
اټکل کیږي، چې په دغه نندارتون کې به افغانستان د خپلو کرنیزو محصولاتو د پلور په پار د کابو ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه کړي.
په دې نندارتون کې ووچې او تازه مېوې، طبي نباتات، شات، زعفران او دافغانستان نور کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments