هند کې ترافیکي پیښې د 29 کسانو ژوند اخیستی

comments 0

38 Views

هندوکش – هندوستان: د هند اني نیوز ویب پاڼه لیکي چې، د اترپردیش ایالت په اګرې سیمه کې یو بس د ګړندي تګ له کبله له یوه پل څخه لاندې غورځيدلی او ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د رسنۍ په وینا، په دغې پېښه کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپي شوي دي.
دغه بس چې د لکنهو ښار څخه د نوې ډهلي په لور روان وو د یمنا په لوی سړک باندې د اګرې سیمه کې چپه شوی دی.
چارواکي وایي چې د هغو ۱۸ مسافرو څخه چې روغتون ته وړل شوي، د شپږو روغتیایي وضعیت ښه نه دی.
د ډیرو ترافیکو پیښو له کبله د هند سړکونه په نړۍ کې تر ټولو خونړي بلل کیږي.
په دغو پېښو کې هر کال شاوخوا یونیم لک کسان وژل کیږي او نږدې ۵ لکه ټپیان کیږي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments