هند: کابل او نوی ډهلي دواړه په پاکستان د موجودو ترهګرو تر ګواښ لاندې دي

comments 0

28 Views

هندوکش ــ کابل: په کابل کې د هند سفیر ویني کمار په یو تازه بیان کې ویلي ، افغانستان او هند دواړه په پاکستان کې له موجودو ترهګرو تر ګواښ لاندې دي.
نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې د ترهګرو پر ضد کلک اقدامات وکړي، ځکه چې نه یوازې افغانستان او هند بلکې ټوله سیمه یې ګواښلې ده.
ښاغلي کمار د افغانستان د سولې او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ته په وینا کې ویلي، له تېرو دریو اتلسو کلونو راهیسې د ترهګرو لپاره یوه تکیه ګاه موجوده ده چې افغانستان او هند یې په ګډه اغېزمن کړي دي.
نوموړي دغه راز د سیمې د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره اقتصادي راکړه ورکړه مهمه وبلله او زیاته یې کړه د هند بهرنۍ پالېسي د ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتلو پر بنیاد ولاړه ده.
نوموړي زیاته کړه، هند له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې د درې ملیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې چې له دې منځه یې تر اوسه له دوه ملیارده ډالرو زیاتې پیسې پر افغانستان لګولې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments