هند: چین دې ترهګر پاکستان ته وسلې او مرستې نه ورکوي

comments 0

23 Views

هندوکش – هندوستان: هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ترورېزم په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل، چې د ترهګرو د تمویل مخه باید ونیول شي او نور دې د چین هېواد ترهګر پاکستان ته د وسلې او مرستې کولو بهیر بند کړي.
دغه څرګندونې سه شنبه لومړي وزیر مودي د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ترورېزم او تاوتریخوالي پروړاندې د ستراتژیک ځواب ویلو په یوه غونډه کې وکړې.
ده زیاته کړه، دا چې د ترهګرو ځالي په پاکستان کې دي او دغه هېواد یې روزي؛ نو چین باید نور دغه هېواد ته وسلې ور نه کړي او خپلې مرستې دې هم پرې ودروي.
مودي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په نیوریاک کې د بهرنیو اړیکو شورا د وینا پر مهال اعتراف وکړ، چې د پاکستان پوځ او آی آېس آی د القاعدې په ګډون هره ترهګره ډله روزلې او د ځان په ګټه یې کار ترې اخېستی دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments