هند پر پاکستان خوشحاله دی

comments 0

55 Views

هندوکش – هندوستا: هندوستان هېواد د نړیوالې پیسو مینځلو ادارې له هغې پرېکړې هرکلی کړی چې پاکستان یې په خړ لېست کې شامل کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیره،سوشما سوارج ویلي چې د پیسو مینځلو نړیوال سازمان دغه پرېکړه به وکولای شي له ترهګرو څخه په مالي ملاتړ او د پیسو پر ناقانونه لېږد به د پاکستان په کړنو څار زیات کړي.
د سواراج په خبره په پاکستان کې د حافظ سعید، جماعت الدعوه او لشکر طیبه شتون په ډاګه کوي چې پاکستان د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګامونه نه دي اخیستي.
تر دې دمخه پاکستان نړیوال ادارو ته ډاډ ورکړی و چې د ترهګرو پر وړاندې به کوټلي ګامونه اخلي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments