هند پر پاکستان برید کړی

comments 0

8 Views

هندوکش – هندوستان: هندي رسنیو خبرورکړی چې د پاکستان تر ولکۍ لاندې کشمیرسیمه کې یې د هوايي بریدونو په مهال له دوه سوو تر درې سوو جیش محمد وسله وال وژلي دي.

دغه هوايي بریدونه تیره شپه ناوخته د پاکستان تر ولکۍ لاندې دریو سیمو شوي دي.

هندي رسنیو ویلي، بریدونو کې له دوولس جنګي جیټ الوتکو کار اخیستل شوي او یویشت دقیقو لپاره د پاکستان حریم نیولی وو.

په دغو بریدونو کې له زرکیلوګرامه بمونو کار اخیستل شوی دی، د پاکستان پوځ بیا ویلي، دوی په وخت اقدام کړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند لیکلي بریدونو کې چاته د سرزیان نه دی اوښتی.

اخوا د پاکستان پوځ له برید وروسته د بیړنۍ ناستې د جوړولو خبر ورکړی دی.

محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments