هند: پاکستان د خپلو ګټو لپاره افغانستان کاروي

comments 0

3131 Views

هندوکش – هندوستان: د هند پوځ لوی درستیز وايي، پاکستان د خپلو ګټو لپاره افغانستان کارولی او اوس داسې سوله غواړي چې دوی لپاره مناسبه وي.
جنرال بپن راوت په ورته وخت کې په مشروط ډول د سولې خبرو اترو ملاتړ کړی دی.
بپن راوت خپل ملاتړ هغه مهال ښودلی چې په خبره یې طالبان له وړاندې شرایط وړاندې نه کړي.
مخکې له مخکې د طالبانو له لوري د شرطونو کيښودلو ته په اشارې د هند د پوځ لوی درستیز ویلي، په دې ډول به طالبان د مصنوعي بریا احساس وکړي ځکه شرط ایښودونکي ځان ته د غښتلو فکر کوي.
دغه پوځي هندي چارواکی په ورته وخت کې سوله د افغانستان، هند، پاکستان او ټولې سیمې لپاره مهمه بللې ده.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments