هند: هرڅوک چي د افغانستان دسولي په خاطرزیارباسی مونږ يي ملاتړیو

comments 0

228 Views

هندوکش – هندوستان: هند وايي دوی یوازې د سولې د هغه بهیر ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه وي او افغانستان ته دایمي ثبات راولي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي، په دې برخه کې جدي دي چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي.
جي شنکر دغه راز ویلي چې دوی د سولې په برخه کې همکاري کړې ده او لا هم همکارۍ ته ادامه ورکوي.
هند افغانستان سره په هره برخه کي همکاري کړي ده او هرنوع همکاریوته چمتو یوترڅو چي افغانستان کي دایمي سوله راشي.
دده په خبره افغانستان له هند سره تاریخي اړیکې لري او هېڅوک دا اړیکې نه شي زیانمنولی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments