هند مرستو ته ژمنتیا ښودلې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: هند له افغانستان سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ او همکارۍ ته تیار دی.
تیره ورځ په کابل کې د هند سفیر وینیکمار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه سره کتلي او پر دوه اړخیزه همکاریو یې خبرې کړي دي.
دواړو لوریو پر دوه اړخیزه سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برنامو چې ټاکل شوې د روان کال په سیپټمبر میاشت کې په کابل او هند کې جوړې شي خبري کړي دي.
دغه راز په ناسته کې د نړۍ او سیمه ییزو هېوادونو سره په همغږۍ د افغان سولې په تړاو هم خبرې شوي.
نصیر احمد اندېشه د هند او افغانستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا د سیمې د اقتصادي ودې او سیاسي ثبات په ګټه بللي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments