هند: له مسکو سره مو اړیکې د امریکا تر اغېز لاندې نه راولو

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: هندي چارواکي له هغې وروسته دا څرګندونې کړي چې تیره اونۍ یې له روسیې ایس 400 دفاع سیستم واخیسته.
د هند د پوځ مشر بيپن راووت ویلي دوی په دې پوهېږي چې د ایس۴۰۰ دفاعي سیستم په اخیستلو سره ښايي د امریکا له بندیزونو سره مخ شي.
دده په خبره خو امریکا باید له دې وېره و نه لري چې هند نوې او پرمختللې تکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کړي، ځکه هند دغه توغندیو ته اړتیا لري او بل څوک دغه اړتیا نه شي پوره کولی.
نوموړي همدا راز ویلي مسکو دې له هند سره له ښو اړیکو اندېښنه نه لري، ځکه هند نه غواړي له مسکو سره خپلې اړیکې د امریکا په خوښه تنظیم کړي او یا ددوی اغېز ورباندې وي.
دده په وینا امریکا او هند ملګري هېوادونه دي خو هند پخپلو ټولو بهرنیو او کورنیو چارو کې خپلواک دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments