هند له تاجکستان په افغانستان کې همکاري غوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – تاجکستان: هند پر تاجکستان غږ کړی چې د افغانستان سولې او ثبات لپاره باید دواړه هېوادونه په خپلو کې سره همکاري زیاته کړي.
د هند ولسمشر رام نات ګویند، چې تاجکستان ته تللی ویلي دي چې هند له اوږدې مودې راهیسې له ترهګرو سره مبارزه کې ښکېل دی او اړتیا ده چې له افغانستان سره په دې برخه کې همکاري زیاته شي.
ګویند ویلي، تاجکستان او هند باید په ګډه کار وکړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګښت ومومي او همداراز د حکومت حاکمیت پیاوړی شي.
هند په دې وروستیو کې له بیلابیلو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان دسولې او ثبات لپاره کار وکړی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments