هند له افغانستان سره ۷۵۰۰۰ ټنه غنم مرسته کوي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې دهند سفیر ویلي، چې په راتلونکي میاشت کې به له افغانستان سره ۷۵۰۰۰ ټنه غنم مرسته وکړو، نوموړي زیاتوي، چې یاد غنم به دیوې میاشتې په موده کې دچابهار بند له لارې افغانستان ته ولیږدوي.
د ا لومړي ځل نه دي، چې دهند هېواد له افغانستان سره داډول مرستې کوي، بلکې له څو کلنو راهیسې هند له افغانستان سره دروغتیا ، نظامي تجهیزاتو، لوړو زده کړو او نور برخو کې مرستې کړي دي.
دسفیر په خبره هند په افغانستان کې له تیرو ۴ کلونو راهیسې د ۴میلونه ډالرو په شاوخواکې د ۲۰۰۰ ناروغو ماشومانو درملنه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments