هند د پاکستان سفارت له نیمايي زیات کار کوونکو غوښتي چې له هېواده ووځي

comments 0

31 Views

هندوکش ـ هند: هند چارواکو پلازمېنه ډیلي کې د پاکستان های کمېشن (سفارت) له نیمايي زیات کار کوونکو ته امر کړي، چې له هېواده دې ووځي.
د هند چارواکو پر پاکستاني دیپلوماتانو د جاسوسۍ تور پورې کړی، چې له ترهګرو سره اړیکې لري.
د هند بهرنیو چارو وزارت چارواکو وویل، دغه هېواد به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د خپل های کمېشن کارکوونکو شمېر په همدې کچه راکم کړي.
درې اونۍ مخکې هند دوه پاکستاني کارکوونکي وشړل او له هغه راوروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترېنګلې شوې.
پرهغه شړل شویو کارکوونکو تور لګول شوی وو، چې د هند امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په هکله یې د معلوماتو تر لاسه کولو هڅه کوله.
د هندي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، وروستي تحولات په اسلام اباد کې د هند استازولۍ له دوو هندي کارکوونکو سره ناوړه چلند ته غبرګون دی.
تېره اونۍ هند پر پاکستان حکومت تور پورې کړ، چې پاکستاني امنیتي ادارو یې دوه تنه کارکوونکي تښتولي دي، خو پاکستاني چارواکو وویل، دې کسانو یو کس په موټر وهلی او نیول شوي وو.
فضل احمد الکوزی

Share this page to Telegram

Comments