هند د افغانستان غوښتنه رد کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: هند کرېکټ بورډ د افغانستان هغه غوښتنه رد کړه چې د افغان شل اوریز لیګ کوربه توب وکړي.
د هند کرېکټ بورډ ویلي، افغان بورډ ترې غوښتي چې د افغانستان د کرېکټ لیګ کوربه توب وکړي، خو دا پر ځای غوښتنه نه ده، ځکه چې هند خپل لیګ لري.
د هند کرېکټ بورډ ویلي چې افغانستان ترې په تېره می میاشت کې د یو بل لوبغالي هم غوښتنه کړې وه چې د هند بورډ په دې تړاو ستونزه نه لري.
افغانستان کرېکټ بورډ تېر کال خپل لومړی کرېکټ لیګ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کړ چې د نړۍ مشهورو لوبغاړو هم پکې ګډون کړی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments