هند دایمي ثبات لپاره د هڅو ملاتړ کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: کهند د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې افغانستان سولې او دایمي ثبات ته رسوي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې په پلازمینه بشکیک کې د بهرنیو چارو د وزیرانو یوې غونډې ته ویلي، هند د افغانستان، سولې، پرمختګ او اقتصادي برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.
د سوشما سوارج په وینا، هند د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د دایمي سولې، پرمختګ، یووالي، ثبات، امنیت او اقتصادي ودې سبب کېږي.
نوموړې ویلي، هیله لري چې افغانستان کې د سولې روانه پروسه مثبتې پایلې ولري او په دغه هېواد کې د دایمي امنیت د راتګ سبب شي.
هند تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د سولې او ثبات د راتګ په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments