هند او روسیې افغان سولې په تړاو خبرې کړي

comments 0

1 Views

هندوکش – هندوستان: د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویجې ګوهال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دوی د سولې د هغو خبرو او هڅو ملاتړ کوي ،چې په پایله کې یې افغانستان ته دایمي ثبات راشي او په دغه هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره فرصتونه له منځه لاړ شي.
ویجې ګوهال ویلي دوی تل د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او لا هم خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
دده په وینا هند په ټولو هغو مذاکراتو او کنفرانسونو کې برخه اخلي چې افغانستان دایمي سولې ته رسولی شي او په دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب ګرځي.
هغه زیاته کړې چې مودي روانه اونۍ روسیې ته روان دی او د افغانستان د سولې پر مسئله هم ښايي له ویلادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments