هند او امریکا په افغانستان غږیدلي

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د افغانستان په تړاو خبرې کړي.
سپینې ماڼۍ ویلي، دواړو خواوو په ټيلفوني اړیکه کې په سیمه کې د سوداګرۍ او د افغانستان وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.
سپینې ماڼۍ زیاته کړې چې، دواړو خواوو هوکړه کړې چې په ۲۰۱۹ م کال کې به د خپلې سوداګرۍ کچه لوړوي او همداراز به په افغانستان کې له یو بل سره همکارۍ ته پراختیا ورکوي.
تر دې وړاندې ټرمپ په نریندرا مودي نیوکه کړې وه چې په افغانستان کې یې بنسټیز کارونه نه دي کړي.
امریکا هڅه کوي په افغانستان کې د هند رول زیات کړي او باور لري چې دا هېواد کولای شي د افغانانو لاسنیوی وکړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments