هند او افغانستان سولې لپاره پر سیمه ییز اجماع خبرې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا د دارالانشاء ریيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د ولسمشرځانګړي استازي محمد عمر داودزي تېره ورځ د هند د ملي امنيت له سلاكار اجيت دووال سره كتلي دي.
د سولې شورا وياند غفور احمد جاوېد وايي، داودزى او دووال د افغانستان پر سولې او د هغې لپاره پر سيمه ييزې اجماع غږېدلي.
د هند د ملي امنيت سلاكار د افغانانو په مالكيت د افغانستان د سولې له بهيره د نوي ډيلي پر هر ډول ملاتړ ټينګار كړى او ويلي يې دي، چې په دې برخه كې به خپله همكاري ونه سپموي.
داودزى له جرمني وروسته پرون هند ته ورسېد او ټاكل شوې له يو شمېر نورو هندي چارواكو سره هم پر افغان سولې بهير او د دغه بهير په اړه د سيمه ييزې اجماع پر پراختيا خبرې وكړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments