هندي ځواکونو یوه پاکستانۍ چورلکه را غورځولې

comments 0

8 Views

هندوکش ـ پاکستان: د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیري چارواکو شکایت کړی چې هندي ځواکونو یې چورلکه ویشتلې ده.
هندي ځواکونه وايي دغه چورلکه په غیر قانوني توګه د هند خاورې ته ور اوښتې وه.
راپورونه وايي پاکستاني چورلکه د پونچ په نوم سرحدي سیمه کې غورځیدلې ده.
کشمیري چارواکي وايي د چورلکې د غورځیدو له امله د یوې کورنۍ څو تنه غړي او یو سیمه اییز سیاسي مشر وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو د هندي ځواکونو له لوري دا حرکت سؤتفاهم ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې چورلکي کوم غیرقانوني کار نه دی کړی.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments