هندي مسلمانانو؛ کابل کې د علماوو پر غونډه د برید په غبرګون کې لاریون کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: د هندي رسنیو ریپورتونو پر بنسټ سلګونو هندي مسلمانانو په کابل کې پر دیني علماوو د وروستي برید په غبرګون کې لاریون کړی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې سلګونو هندي مسلمانانو نن د هند په ممبيي ښار کې په کابل کې د میلاد نبي (ص) د جشن د نمانځنې پر مراسمو د برید په غبرګون کې لاریون کړی دی.
دوی نن په دغه ښار کې د لاریون پر مهال کې دداعش، سلفیانو او وهابیانو ضد شعارونه ورکول او دغه ډول بریدونه یې د یادو ډلو کار باله. دوی په کابل کې برید په کلکو ټکو غندلی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتنه کړې چې ددغه پېښې عاملین د بشر ضد جنایت په تور محاکمې ته راکاږي.
د تېرې اونۍ د سه شنبې په ماښام د کابل ښار په یوه شخصي رستورانت کې د میلاد نبي په مناسبت ددیني علماوو یوه غونډه جوړه شوې وه.
د غونډې په پیل کې د یوې چاودنې پر مهال ۵۵ کسان ووژل شول او تر ۷۰ پورې نور ټپیان شول. پېښه په سیمه ییزه او نړیواله کچه وغندل شوه، خو مسوولیت یې تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments