هندي شنونکي: پاکستان د افغانستان لپاره خپله تګلاره نه ده بدله کړې

comments 0

1476 Views

هندوکش – امریکا: شمیله چوهدري په امریکا کې د افغانستان او پاکستان د چارو مبصره وایي د پاکستان د امنیتي ادارو مشران له افغانستان د امریکایي ځواکونو په وتلو خوښ دي.
میرمن چوهدري د امریکا په یوه څیړنیز مرکز کې په یو بحث کې ویلي چې د پاکستان امنیتي ادارو د افغانستان لپاره خپله تګلاره نه ده بدله کړې.
نوموړې ویلي چې پاکستان غواړي طالبان د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د هغوی ګټې خوندي کړي.
شمیله چوهدري وایي پاکستان نه غواړي چې له هرې خوا نه د هند په محصاره کې وي او په همدې خاطر پاکستان په افغانستان کې داسې یو حکومت غواړي چې د هند په پرتله د پاکستان ګټې پورته وګڼي.
د بحث نورو ګډونوالو هم ورته نظر ورکړی او ویلي يې دي چې، د سولې په روانو خبرو کې باید بېړه ونشي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments