هندي او پاکستاني پوځیانو یوځل بیا نښتې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: هندوستان تایمز مشهوره ورځپاڼه لیکې چې، د راپورونو له مخې تېره شپه پاکستاني عسکرو د هند لوري ته یو توغندی توغولی چې له امله یې څو کورونه وېجاړ شوي او د یوې کورنۍ درې غړي پکې وژل شوي دي.
د هند په ځوابي ډزو کې دوه پاکستاني عسکر او څلور ملکیان وژل شوي دي. پاکستاني لوري د خپلو عسکرو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی او وایي چې د هندي عسکرو په برید کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
دغه برید داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستان نیول شوی هندی پیلوټ ازاد کړ. پاکستان وویل، نه غواړي جګړه وکړي نو د حسن نیت په موخه یې دغه پیلوټ ازاد کړی دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments