هندى پلو

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- چرګ يو كيلو 2- ورجي 750 ګرامه 3- غوړي 250 ګرامه 4- اوږه دوې غوزي 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- پياز درې دانې 7- د ورجو غټه مساله يوه د چايو كاچغه 8- خواږه ولني يوه د چايو كاچغه 9- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 10- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب:
چرګ يوه ورځ د مخه پاك كړى او په يخچال كي يې كښېږدى بيا يوه غوزه اوږه سپينه كړى او درسته يي د چرګ د غوښو د ټوټو او لږ مالګي سره دېګ ته واچوى، خواږه ولني غټه مساله او ميده سوي شونډ هم ور واچوى، اوبه دومره ور واچوى چي چرګ پكښي پوخ سي او يو كيلو اوبه ولري. دا چرګ پر خام اور باندي پوخ كړى.
كله چي ښوروا تياره سول او چرګ پوخ سو را كښته يې كړى. بيا نو په يوه دېګ كي غوړي سره كړى او ميده سوي پياز ور واچوى او د ورجو مساله غټه ور واچوى كله چي د پيازو رنـګ لږ واوښتى نو د چرګ ټوټگـې ور واچوى او يوه غوزه ميده سوې اوږه ور واچوى او ښه يې سره كړى. د سره كېدو په مهال يوه يوه كاچغه يخني هم ور اچوى، كله چي چرګ ښه سور سو بيا نو يخني صاف كړى او ور وايې چوې ( ليكن په ياد ولرى چي 750 ګرامه ورجي په 1250 ګرامه اوبو كي پخيږي ) كه چيري د يخني اوبه لږ وي لږ نوري اوبه ور واچوى او هغه پرېږدى چي و ايشي ( ورجي بايد لږ تر لږه دوه ساعته د مخه خيشتې سوي سوي وي ) بيا يې دغه يخني ته واچوى او اور ته مو پام وي چي نه ډېر تيز وي، نه ډېر خام وي.د اوبو د وچيدو په مهال ورجي وګورى چي پخې دي كه نه؟ كه پخې وي دم يې كړى او د دم كېدو په مهال كي توره زيره ور واچوى.او كه پخې نه وې لږ نوري اوبه ور واچوى څو پخې سي .

Share this page to Telegram

Comments