هندوستان په افغانستان کې د جګړې لامل پاکستان بولي

comments 0

268 Views

هندوکش – هندوستان: هندي رسنوی نه په خبرونو کې راغلي چې هند وايي په افغانستان کې به تر هغه جګړه ختمه نه شي، څو په پاکستان کې د ترهګرو امن مرکزونه ختم شوي نه وي.
په ملګرو ملتونو کې د هند استازي، سید اکبرالدین ویلي، نړیوال دې په دې سر خلاص کړي چې پاکستان د وسله والو طالبانو ملاتړی دی او ددغه ډلې تمویل، روزنې او تجهیز ته ادامه ورکوي.
د نوموړي په وینا تر هغه په افغانستان کې ثبات نه شي راتللی، څو چې ددغه ډلې مالي سرچینې وچې نه شي، په پاکستان کې یې امن مرکزونه له منځه لاړ نه شي او پاکستان ددغه ډلې له ملاتړه را ونه ګرځول شي.
سید اکبرالدین وایي پاکستان لا هم طالبانو ته امن مرکزونه برابر کړي دي او ددوی تجهیز او ملاتړ ته ادامه ورکوي.
دده په خبره په ځلونو یې د ملګرو ملتونو او ددغه سازمان د امنیت په شورا کې ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه له پاکستانه مدیریت کېږي خو نړیوال په دې برخه کې اقدام نه کوي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې طالبان خپله ډېره برخه مالي سرچینې له نشه يي توکو تمویلوي چې ددغه توکو د کښت، کرکېلې او کاروبار په برخه کې هم د نړیوالې ټولنې مبارزه ناکامه شوې ده.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments