هندوستان: پاکستان داعش ډله رامنځته کړې او لوبوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: افغانستان لپاره د هندوستان پخواني سفیر یوې خصوصی رسنۍ سره خبرو کې ویلي چې، پاکستان کلونه د طالبانو پالنه وکړه، خو اوس چې ګوري دغه ډله له حکومت سره خبرو ته نږدې شوې ده، نو د خپلو سیاستونو او لوبو د مخ ته بېولو لپاره یې داعش ډله رامنځ ته کړې ده.
دده په وینا پاکستان نه غواړي په سیمه کې د خپلو سیاستونو او روانو لوبو خاتمه وویني له همدې امله یې د ګڼو لویو او وړو ترهګرو ډلو په جوړولو لاس پورې کړی دی.
امیر سینها وايي، لومړني شواهد ټول دا ښيي، چې د داعش ډلې ۷۰ سلنه غړي پاکستانیان دي او دغه ډله د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړ له ځان سره لري.
امیر سینها زیاته کړې، چې پاکستان په تېرو ۱۸ کلونو کې د طالبانو لپاره تر ټولو امن ځای و او دغه هېواد یې روزنه او پالنه کوله، خو اوس به یې پر ځای دغه ماموریت دداعش ډلې په مقابل کې مخ ته وړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments