هندوستان ټایمز: پاکستان د افغانستان په مسئله کې دوه مخې لوبه کوي

comments 0

6 Views

هندوکش – هندوستان: د هندوستان ټایمز په نامه ورځپاڼه پخپله یوه مقاله کې لیکي امریکا په افغانستان کې د سولې هڅې پیل کړې دي، خو پاکستان په دې برخه کې دوه مخې لوبه کوي.
د ورځپاڼې په وینا دغه هېواد په ظاهره داسې ښيي، چې له امریکا سره دی او د سولې په برخه کې همکاري کوي، خو د پردې شا ته بیا د طالبانو بنسټګر، روزونکی، ملاتړی او پناه ورکوونکی هېواد دی. په مقاله کې د امریکا بهرنی سیاست هم د افغان سولې په برخه کې خنډ بلل شوی دی.
ورځپاڼه کاږي پر ایران او روسیې د امریکا بندیزونه هم ددې سبب شوي چې دغه هېوادونه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ وکړي او دوی د امریکا ضد جګړې ته وهڅوي.
سرچینه پر امریکا غږ کوي چې د افغانستان د ستونزې د بنسټیز حل لپاره باید پر خپلو تګلارو او سیاستونو له سره کتنه وکړي. پر پاکستان د فشار راوستل او له دغه هېواد د افغان سولې په اړه جدي او عملي همکاري غوښتل هم هغه څه دي چې په مطلب کې ورباندې ټینګار شوی دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments