همېش خليل

comments 0

0 Views

همېش خلیل (په کال ۱۹۳۰ زېږديز د اپرېل ۱١ ) پښتونخوا كې زېږېدلی يو تکړه اديب، شاعر، کيسه ليکونکی، خبريال، څېړونکی او کره کتونکی دی.
مخينه
ښاغلی همېش خليل د ۱۹۳۰ ز کال د اپرېل پر ۱۱ د پېښور په برتهکال کلي کې د انځرگل کره زېږېدلی دی.
د ده د نيکونو ټاټوبی د جلال اباد د مېرزاخېلو کلی دی. همېش خليل ټالسم پورې سبق د پېښور په اسلاميه کالج کې کړې دي. د اېف –اې او بي ـ اې سندونه يې د پراېوېټ امېدوار په طور تر لاسه کړله. همېش خليل ځای په ځای سرکاري نوکري هم کړې ده خو د سياسي ذهن او آزاد طبعت خاوند وو او له همدې کبله ېې ملازمت ته ډډه نه لگېده، نو ځکه ملازمت ترې نه پاتې شو.
هميش خليل د خدايي خدمتگارو گوند غړيتوب هم درلود. پر ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ ز کلونو کې د پاکستاني چارواکيو له خوا بندي شو. دی څو ځلي بندي شو، چې ټول يې له ۶ تر ۷ کالو پورې بند تېر کړی دی. په زندان کې د هېش خليل د بندي کولو گناه هېڅ مالومه نه وه. دی يوازې په دې پار بندي شوی وو چې پښتو ژبې ته يې خدمت کاوه.
څېړونکی او ليکوال هميش خليل اتلس کلن وو چې د پټ يا ورکو شاعرانو په تصانيفو او شاعرۍ یې لټون او څېړنه پيل كړه. هغه پخپله د ماسټرۍ بريليک هم نه دی اخیستې، خو د پي ايچ ډي زده کونکو استاذ پاتې شوی دی.
همېش خليل د گڼو نوښتونو او غوره والي خاوند دی. شاعر، محقق، افسانه نگار، صحافي، مترجم او داسې نور. ښاغلی همېش داووه ورځنی انقلاب او د پنځلس ورځنی دوران مدير هم پاتې شوی دی، په شهباز ورځپاڼه کې ېې هم کار کړی دی. د ورځپاڼې انقلاب مدير هم وو. د ورځپاڼه باگرام ېې هم په همت جاري کړه. په باگرام کې ېې د افغان جهاد د مرستې سره سره ډېرې معياري گڼې هم ووېستې. نوموړی په پښتو ادب کې ډېرې څېړنې کړې دي. همداراز هغه په پښتو ژبې د باگرام ورځپاڼې بنسټ ايښودونکی او پازوال هم پاتې شوی دی

Share this page to Telegram

Comments