همت: د پاکستان ځواب نور باالمثل ورکوو او نن سهار مو پر ياد هیواد راکټي بريدونه پیل کړي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ سرکاڼو: د کونړ امنيه قومندان جمعه ګل همت په سرکاڼو ولسوالۍ کې له افغان سرتیرو د ملاتړ په ستره ولسي غونډه کې په خپلو خبرو کې وويل چې نور به د پاکستان د هر وحشت ځواب په وحشت ورکوي.

نوموړي وويل چې په تیرو څو ورځو کې تيارسی شويو افغان سرتیرو ته نن سهار امر شوی دی چې د پاکستان د راکټي بريد په صورت کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه د پاکستاني سرتیرو پر پوستو موخه ایز بريدونه وکړي.

نوموړي وویل چې نن سهار هم د پاکستان پر دریو پوستو باندې بريدونه شوي دي چې د  تلفاتو په اړه يي تر دې دمه جزييات نه دي ورکول شوي.

نوموړي وويل چې دوی به کله هم د مقبوضه سيمو ولسونو ته زيان ونه رسوي بلکه یوازې او يوازې به د پاکستاني پوځ پوستې په نښه کړي ځکه د همت په خبره پاکستان غواړي چې د وروڼو ولسونو تر منځ د کرکې په لړ کې د پنجاب پروژې د دواړو لورو په قومونو پلې کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې دلته افغان سرتیري د پنجاب پر ضد له عالي روحيي څخه برخه من دي.

شنونکي وايي چې په کونړ کې پر سرحدي سيمو پاکستان ځکه بريدونه کوي چې د یادو سیمو تر تخليي وروسته ځينې سيمې دوی لاندې کړي او په ځينو نورو سیمو کې طالب او داعش ترهګرو ته د پښې ځای پيدا شي.

بلخوا د کونړ ولسونه هم د افغان سرتیرو ميړانه ستايي اوټينګار کوي چې دوی به د سرتیروه سره اوږه په اوږه د پاکستان پر وړاندې ودريږي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ سرکاڼو

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *