هلمند: ۹ طالبان ووژل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: راپورونه وایي، د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې پر طالبانو هوایي برید شوی دی.
د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر لیکلي، برید کې وژل شوي ټول طالبان دي.
د سرچېنې په لیکنه له برید وروسته یو شمیر وسلې او مهمات هم د د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې د هلمند په بیلابیلو سیمو کې پر طالبانو بریدونه زیات شوي چې دا ډله یې وارخطا کړې ده.
بریدونو کې د طالبانو مهم مرکزونه او دغه راز وسلې او تجهیزات هم له منځ تللي دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments