هلمند کې ۶ طالبان نیول شوي

comments 0

416 Views

هندوکش – هلمند: هلمند کې د پوځ مسوولی وایي، د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال یې شپږ ترهګر طالبان نیولي دي.

دا عملیات د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ګز کلا سیمه کې شوي او په نیول شویو کسانو کې د طالبانو یو سرګروپ هم شامل دی.

عملیاتو کې د طالبانو د وسلو یو مرکز او نشه يي توکو یو مرکز له منځه تللي دي.

د قول اردو چارواکي وایي، عملیاتو کې یو لړ چاودیدونکي توکي او درې موټر سایکلونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د هلمند ګرشک هغه ولسوالي ده چې طالبان پکې د نشه یي توکو قاچاق کوي او د همدې لپاره یې ناامني جوړه کړې.

ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments