هلمند کې ۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

891 Views

هندوکش – هلمند: دهلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په هوايی بریدونو کې کې ۴ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دهلمند ولایت امنیتي مسولین له رسینو سره په خبرو کې یاد مرګ ژوبله تاییدوي، او وايي، چې افغان ځواکونه وسلوالو طالبانو په وړاندې پراخو عملیاتو پوره چمتو والي لري او هڅه کوي ، چې دښمن په هلمند کې په پراخه کچه له پښو وغورځوي.
چارواکي زیاتوي، چې په نو موړو عملیاتو کې ملکي کسانو ته زیان نه دي اوښتي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments