هلمند کې ۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت په نادعلې ولسوالۍ لوی مانده سیمه کې افغان هوایي ځواکونو په عملیاتو کې ۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او۲ تنه نور وسلوال طالبان سخت ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت ځایي امنیتي چارواکي وایي،چې نوموړي وسلوال طالبان هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل یې د افغان ځواکونو په پوستو برید وکړي،چې افغان ځواکونو تر برید لاندې راغلل او ووژل شول.
چارواکي زیاتوي،چې په ترسره شوو هوایي عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
عبدآلله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments