هلمند کې ۳۱ طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: هلمند کې د ۲۱۵ تندر قول اردو وایي، په هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې یې ۳۱ طالبان وژلي چې مهم کسان هم پکې شامل دي.
له قول اردو خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په وژل شویو کسانو کې د مارجې لپاره د طالبانو ولسوال او دغه راز د طالبانو د سرې قطعې قومندانان هم شامل دي.
د سرچینې په حواله، د موسی کلا ولسوالۍ دواب سیمه کې هوایي بریدونو ۲۱ طالبان وژلي او دوه پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.
دغه راز په ګرشک کې هم ۴ طالبانو وژل شوي چې یو سرګروپ هم پکې شامل دی.
سنګین کې بیا څلور طالبانو وژل شوي، یو پټنځای له منځه وړل شوی چې دوه موټر بمونه پکې چمتو شوي و.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments